د المپیک کمېټې د مشرۍ لپاره به د انتخاباتو زمینه برابره شي
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د دغې کمېټې د مشرۍ لپاره به تر درېیو راتلونکو میاشتو پورې د انتخاباتو زمینه برابره شي.
د المپیک د ملي کمېټې د رسنیو د څانګې مسؤل منور شهزاد ازادي راډيو ته وویل، دا انتخابات به د المپیک د نړیوالې کمېټې د قوانینو له مخې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د اسیا د المپیک کمېټې او د المپیک د نړیوالې شورا پلاوي د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له افغانستانه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او افغان لوبغاړو سره هم وکتل.