سراج: تر دوه سوه زیات افغان پناه غوښتونکي په يونان کې بنديان دي
د يونان چارواکو ويلي چې اوسمهال تر دوه سوه زیات افغان پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې بنديان دي...
د يونان چارواکو ويلي چې اوسمهال تر دوه سوه زیات افغان پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې بنديان دي...
دا دوهمه ورځ ده چې دوی په خپل هيواد کې د لوړو بیو او اداري فساد پر وړاندي اعتراض کوي. نور تفصيل په دغه ويډيويي راپور کې.
د پاکستان حکومت ویلي دي د فلمي صنعت د بحالۍ او پرمختګ لپاره اقدامات کوي او دې لړ کې يې یوه منصوبه شورو کړې ځکه چې د ترهه ګرۍ او سختدرېځۍ پرضد د فلم په زریعه په موثر انداز پوهه خورېدای شي او امنیت ته هم لار هوارېدای شي.
د مومند اېجنسۍ پولیټکل اېجنټ محمود اسلم وزیر ویلي، هر کله چې په مومندو کې امن پرځای شي نو ورسره سم به د ګورسل کنډو لار هم پرانیزي. ګورسل کنډو د مومندو او د جلال اباد ترمینځ تجارتی لار دع چې بې کسټمه سامانونه پرې چارسدې، مردان او پنډۍ ته وړل کېږي. پولیټکل اېجنټ محمود اسلم وزیر د مشال راډيو له خبریال شاهنواز تره کزي سره خبرې کړې.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ د هېواد له بېلا بېلو زندانونو څخه د دغه حزب د ۹۰ تنو بندیانو د خلاصون حکم ورکړی...
عبدالرب رسول سیاف د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته په اشارې پخوانیو جهادي رهبرانو ته وايي...
د نورستان ولايت د پوهنې رياست مسؤلین وايي په دغه ولايت کې لا هم ګڼ زده کوونکي په خلاصه فضا کې زده کړه کوي. د پوهنې رياست تدريسي مرستيال احسان محسن ازادي راډيو ته وويل په دغه ولايت کې په سلو کې ٨٩ ښوونځي ودانۍ نه لري: "زياتې ودانۍ د لومړنيو ښوونځيو لپاره جوړې شوې دي چې ځينو ښوونځيو منځنيو ښوونځيو او لېسو ته ارتقا کړې ده، له وزارت څخه هيله کوو چې د ښوونځيو د ودانيو شمېر زيات کړي." د نورستان د پوهنې رياست په حواله، په ټول نورستان کې ٢١١ ښوونځي فعال دي چې څه کم ٧٠زره زده کوونکي په کې په درس بوخت دي. Читать дальше...
د زابل والي له ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د زابل ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې والي خيال محمد حسيني دا غوښتنه په هغه غونډه کې وکړه چې پرون په دغه ولايت کې جوړه شوې وه. د زابل مطبوعاتي دفتر وايي والي سوله يو الهي امر بللى چې د پر ځاى کولو لپاره يې هر يو مسؤليت لري. د زابل نوي ټاکل شوي والي ښاغلي حسيني په وروستيو کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ژمنه کړې وه چې په دغه ولايت کې به د دولت د وسله والو مخالفینو تحرکات وځپي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت ۴١ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويلي، په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٧ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي. د اعلاميې په حواله په وژل شويو کې د داعش ډلې ٨ غړي او ٢ تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي. اعلاميه وايي دغه ګډ پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، ميدان وردګ، پکتيکا، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فارياب او هلمند ولايتونو کې شوي دي. د دغو عملياتو په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، باور لري د «ايف. بي. ای» پخوانی رئیس او د امريکا په انتخاباتو کې د روسیې...
د افغانستان پخوانى جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د افغان حکومت او جمعيت اسلامي ترمنځ وروستيو لانجو ته په پام سره وايي، اوس وخت د دغو جنجالونو نه دى. ښاغلي سياف نن جمعه په کابل کې يوه علمي سيمينار ته په وينا کې وويل، ټول بايد لاسونه سره ورکړي او افغانستان له اوسني وضعيت څخه وژغوري: "د هېواد سلامتي، حيثيت، ابرو او عزت دا ايجابوي چې له وړو خبرو تېر شو، له يو بل سره تفاهم وکړو او هېواد له اوسني ناوړه وضعيت څخه وژغورو، اوس د دغو کړکېچونو وخت نه دى." وروسته له هغې چې ولسمشر د بلخ د والي عطا محمد نور... Читать дальше...
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي باور لري چې ځانګړى سلاکار رابرت مولر به د ده په وړاندې منصفانه چلند وکړي. مولر د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو د ادعاوو د څېړنې مشري کوي. ښاغلي ټرمپ له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې پرون ناوخته خپره شوې ظاهراً د دغو تحقيقاتو په اړه اندېښنې کم اهميته وښودې. په دې اړه وروسته له هغې اندېښنې ولاړې شوې وې چې د امريکا استخباراتي ادارې تېر کال دا نتيجه واخيسته چې روسيې په ټولنيزو رسنيو کې د تبليغاتو او د ډيموکراټ... Читать дальше...
د روسيې د اضطراري حالاتو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې په مسکو کې نن د ټکر پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي. دغه وزارت وايي په پېښه کې يوازې درې کسان ټپيان شوي دي. دغه وزارت په اعلاميه کې ويلي چې په پېښه کې څوک مړه شوي نه دي. يوازې د ټپي شويو کسانو خبر تائيد شوى دى. د مسکو پوليسو ويلي، د مسکو په شمال ختيځ کې ټکر هغه وخت وشو چې يو موټر له بس سره ټکر شو او بس له تمځاى سره ولګېد. د مسکو ښاروال سرګي سوبيانين نن وويل، د پېښې په اړه يې د تحقيقاتو امر کړى دى. تر دې مخکې پوليسو په پېښه کې د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړى و.
د هندوستان ولسي جرګې یوه لايحه تصويب کړه چې له مخې به يې فوري طلاق غير قانوني وي...
د قبایلي ځوانانو او زده کوونکو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخیستو اعلان کړی چې په پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو ضد جوړېږي.
د هندوستان په ممبۍ ښار کې د دفترو او ریسټو رانټونو په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي. په وژل شویو کې ډېر یې هغه مېرمنې دي چې دغلته یې د زوکړې یوه کالیزه لمانځله. اور د یوې څلور پوړیزې ودانۍ په دریم پوړ کې ولګېده چې لسګونه کسان یې ټپیان کړې هم دي. د چارواکو په وینا د اور وژنې ډلې سیمې ته د اور د کابو کولو لپاره استول شوي دي. تر اوسه پورې ددې اورلګېدنې علت هم روښانه نه دی.
په نیویارک کې د اپارتمانونو په یوې ودانۍ کې لګېدلي اور د یو کوچني په شمول لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او څلور نور یې سخت ټپیان کړي دي. د نیویارک ښاروال بیل دې بلاسیو د پېښې په سیمه کې تیره شپه خبریالانو ته وویل، دا په دې ښار کې په ډېرو کلونو کې د اور لګېدنې په پېښې کې د انساني مرګ ژوبلې تر ټولو بده پېښه ده. د نیویارک په پراسپیکټ واټ کې په یوې ودانۍ کې دا اور په پیل کې په لومړي پوړ کې ولګېد چې وروسته درېیم پوړ ته پراخ شو. د اورلګېدنې سبب تر اوسه روښانه نه دی. د نیویارک ښاروال ویلي ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.
پرون د مصر په سینا ټاپووزمه کې پر یو پوځي موټر، سړک کې ځای پر ځای شوی ماین چاودلی دی چې د یو لوړ پوړي پوځي صاحب منصب په شمول یې شپږ تنه وژلي دي. د مصر امنیتي او روغتیايي چارواکو ویلي، چاودنه پر هغو موټرو شوې چې د بیر العبد ښار ګوټې څخه بهر یې ګزمه کوله. په چاودنه کې یو مصري ډګروال او پنځه سرتېري وژل شوي دي. بیر العبد هغه سیمه ده چې د نومبر په څلور وېشتمه نېټه په کې وسله والو په یو جومات برید وکړ او ۳۱۱ لمونځ کونکي یې ووژل. دا د مصر په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرګوني تروریستي برید و. له دې... Читать дальше...
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په خپلمنځي نښته کې درې پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او یو د ملي اردو سرتېری ټپي دی. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د میوند ولسوالۍ په نوکروالۍ کې د پولیسو یوه افسر تر لفظي شخړې وروسته پرخپلو ملګرو ډزې کړي چې په پېښه کې دوه پولیس او یو د ملي اردو تر سرتېری وژل شوي او د ملي اردو یو بل سرتېري ټپي شوي دی. د دراني په وینا تر پېښې وروسته خپله حمله کوونکي پر ځان ډزي کړي او وژل شو دی. درانی د پېښې علت د امنیتي ځواکونو تر منځ لفظي شخړه یادوي.
په نننۍ خپرونه کې له انځورګر بهرام سادات سره مرکه اورئ، سندرغاړی پاچاخان د چاربيتو په باره کې راته غږېږي...
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې خونړۍ حملې په اړه مقاله خپره کړې ده...
پاکستان وايي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې ۱۵۰ کېلومتره ازغن سیم نصب کړی دی. پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوځ په تېرو شپږ میاشتو کې له افغانستان سره د ډیورند کرښې په حساسو برخو کې ۱۵۰ کېلومتره ازغن سیم تېر کړی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه شاوخوا دوه زره څلور سوه دېرش کېلو متره اوږدوالی لري. د پاکستاني رسنیو پر اساس ازغن سیم په هغو سیمو کې تېر شوی چې د پاکستاني پوځ په وینا د خلکو تک راتګ پکې ډېر و. افغانستان د پاکستان له لوري د دیورند کرښې په اوږدو... Читать дальше...
اسلامي جمعیت ګوند وايي، راتلونکې اوونۍ به له مرکزي حکومت سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د مسئلې پر سر خبرې وکړي. د جمعیت ګوند یوه ویاند ذبیح فطرت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له ګوند څخه یې د خبرو غوښتنه شوې او دوی د خبرو له لارې د دې مسئلې پر حل کېدو باور لري: "ښايي راتلونکې اوونۍ د دوی ترمنځ خبرې وشي او د دې مسئلې حللار ولټول شي." ولسمشر غني تېره اوونۍ د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې انجنیر محمد داوود وټاکه. خو عطا محمد نور وايي چې د ده استعفا پخوانۍ او مشروطه وه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ښايي د کابل د پرونۍ حملې د تلفاتو شمېر زیات شي. د دغه وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل، په ټپیانو کې د ۵ تنو حال نازک دی: "د ټپیانو له منځه د پنځو تنو روغتیايي حال نازک دی، اکثره سوځېدلي دي؛ د سوځېدلو کسانو وضعیت په دوو تر درو ورځو کې ښه کېږي." د عامې روغتیا وزارت وايي په کابل کې د تبیان پر کلتوري او ټولنیز مرکز په پرونۍ حمله کې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ نور ژوبل شوي دي.
د ایران په پلازمېنه تهران کې پولیس وايي، نور به د اسلامي حجاب د نه رعایتولو په خاطر ښځې نه نیسي؛ او د دې پر ځای به هغوی د لارښوونې کورسونو ته استوي. تهران ټایمز ورځپاڼې په پرونۍ پنجشنبې ګڼه کې د برید جنرال حسین رحیمي په قول ویلي، هغه ښځې به چې اسلامي حجاب سم نه رعایتوي، نور نه توقیف ځایونو ته استول کېږي او نه به د هغوی خلاف قضايي دوسیې جوړېږي. له بلې خوا تسنیم نیمه دولتي خبري اژانس وویل، د حجاب نه رعایتوونکو ته به پولیس د لارښوونې او ارشاد کورسونه جوړ کړي. دا اژانس وايي، که چا د کورس له ویلو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости