د روسیې ولسي جرګې له سوریې سره د یوې موافقې لایحه تصویب کړه
د روسیې ولسي جرګې یا دولتي دوما پرون له سوریې سره د هغې موافقې لایحه تصویب کړه چې روسیې ته د تارتوس Tartus په نوم د سمندري اډې د کرایې موده د ۴۹ کلونو لپاره تمدیدوي. دا لایحه له سوریې څخه د روسیې د پوځ د لویې برخې د اېستلو په اړه د ولسمشر ولادیمیر پوتین له څرګندونو لس ورځې وروسته تصویب شوه. پوتین په عین حال کې ژمنه کړې وه چې په سوریه کې د روسیې پوځي حضور ته به دوام ورکړي. د موافقې له مخې سوریه د مدیترانې په سمندرګي کې په تارتوس اډه کې روسیې ته د راتلونکو ۴۹ کلونو لپاره د ۱۱ جنګي کښتیو د ساتنې اجازه ورکوي. Читать дальше...