نور: زه د بلخ والي وم او یم به!
عطا محمد نور ټینګار کوي چې له ده سره باید د والي یا د دولت د مامور په توګه نه، بلکې د ملي وحدت د حکومت ...
عطا محمد نور ټینګار کوي چې له ده سره باید د والي یا د دولت د مامور په توګه نه، بلکې د ملي وحدت د حکومت ...
د افغانستان په سویل کې د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له تېرو څلور ورځو راهیسې ...
د افغانستان ولسي جرګې په محابسو او توقیف ځایونو کې د شکنجې د مخنیوي د قانون په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان د رأیو په اکثریت تصویب کړ. دغه فرمان ته د ولسي جرګې دعدلي او قضایې کمېسیون له خوا په یو شمېر مادو کې د تعدیلاتو د راوستو وروسته نن شنبه په عمومي غونډه کې رأیې ورکړل شوې. د دغه کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي بلخابي وایي، د دې قانون تطبیق به د عدالت د ټینګښت او په محابسو او توقیف ځایونو کې د ځورونې او شکنجې په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي. ولسي جرګې دغه راز د محابسو او توقیف ځایونو د قانون په شپږمه او۱۳مه ماده کې تعدیلات راوستي دي. Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګې په محابسو او توقیف ځایونو کې د شکنجې د مخنیوي د قانون په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان د رأیو په اکثریت تصویب کړ. دغه فرمان ته د ولسي جرګې دعدلي او قضایې کمېسیون له خوا په یو شمېر مادو کې د تعدیلاتو د راوستو وروسته نن شنبه په عمومي غونډه کې رأیې ورکړل شوې. د دغه کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي بلخابي وایي، د دې قانون تطبیق به د عدالت د ټینګښت او په محابسو او توقیف ځایونو کې د ځورونې او شکنجې په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي. ولسي جرګې دغه راز د محابسو او توقیف ځایونو د قانون په شپږمه او۱۳مه ماده کې تعدیلات راوستي دي. Читать дальше...
امریکا پر شمالي کوریا د امنیت شورا له لورې د بندیزونو د نوي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ټوېټر لیکلي چې دا له شمالي کوریا سره د سولې لپاره د نړیوالو یوه هڅه ده. په ملګروملتونوکې پرون ۱۵غړو هېوادونو د بندیزونو پرېکړه لیک ته مثبتې رأیې ورکړې او هېڅ مخالفت نه دی شوی. دغه بندیزونه د شمالي کوریا له خوا تېره میاشت د بالستیک توغندیو د ازمویلو په غبرګون کې تصویب شول. شمالي کوریا تېره میاشت داسې یو توغندی وازمایه چې د پیونګ یانګ په وینا، د امریکا تر خاورې پورې رسېدلای شي. Читать дальше...
د فراه ولایت سرحدي پولیسو د یوه ایراني په ګډون، دوه تنه قاچاق کوونکي له افغانستانه ایران ته د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې یو ایراني وګړی چې غوښتلیې د تېلو په ټانکر کې درې کېلو ګرامه ځای پر ځای شوي هیروئین ایران ته قاچاق کړي، له ایران سره پر ګډه پوله د تلاشۍ پر مهال ونیول شو. دغهراز د فراه سرحدي پولیسو د سې شنبې په ورځ یو بل قاچاق وړونکی هم د ابو نصر سرحدي پوستې لهخوا ونيول شو.
مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې له امریکا متحده ایالاتو سره دهمکارۍ د چمتووالي خبره کړې ده. دا خبره روېټرز خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله کړې چې له ریا خبري اژانس سره یې په مرکه کې کړې ده. په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د چارو د ادارې مشر ضمیر کابلوف په دې مرکه کې ویلي چې روسیه په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستې مرستیالې الیس ویلز سره په تماس کې ده . تر دې یوه اوونۍ وړاندي د روسیې ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...
د ننګرهار پولیسو څلور تنه قاچاق وړونکي د لسګونه کېلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پولیسو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې ۶۳۵ کېلو ګرامه مخدره مواد له څلورو نقلیه وسایطو سره يوځای ونيول، دغه ډوليې له دې موادو سره څلور تنه هم د قاچاقو په تور نیولي دي. بل لور ته افغان ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د هیروئینو د تولید دوه کارخانې ویجاړې کړې دي. په دې اړه ښاغلي مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
د بلوچستان پولیس وايي په ۲۰۱۷م کال کې په صوبه کې څلور ځانمرګو بریدونو ۵۵ کسان وژلي او دوی د ترهګرۍ په تړاو ۱۶ مقدمې پوځې عدالتونو ته سپارلې دي.
د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي، کومې کړنلارې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو...
د یاد ولایت د پامیر د شلمې فرقې د لومړۍ لوا چارواکي وايي، د وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات پای ته رسېدلي او د ډاډمن امنیت او همدا راز د وسله والو مخالفينو د فعالیتونو د مخنيوي په هدف، د بېزونو پر جوړولو یې کار پیل کړی دی ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲ مه» په دې اړه د جوړې شوې ...
د احمد شاه ابدالي د کرکټ د څلور ورځنيو سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې په خپل نوم کړه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د لوبې پچه بند امیر وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه چې په دواړو پاڼیو کې يې د سپین غر لوبډلې ته ۱۰۱۲ منډې هدف وټاکه. خو سپین غر لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دا سیالي يې د ۵۳۷ منډو په ستر توپیر وبایلله. د ښاغلي هوتک په خبره، د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بند امیر لوبغاړي یونس احمدزي ته ورکړل شوه چې په یوه پاڼۍ کې یی ۲۱۰ منډې کړې وې. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سوداګرو په وړاندې د تاجکستان د سرحد د تړل کېدو په اړه له تاجکستاني ...
د خوست چارواکو او قومي مخورو له ځايي امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول پولیسو غوښتنه وکړه، چې د غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصولو، د جنايي جرمونو او نشه يي موادو د استعمال او خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
افغان حکومت وايي، د پاکستان په اړه د امریکا د مرستیال ولسمشر وروستۍ ښکاره څرګندونې په افغانستان او سیمه کې د...
له ملاکنډ درګۍ سره تعلق لرونکی ليکوال او شاعر ډاکټرخالق زيار د مرګ يو کال په پوره کېدو د هغه لومړی تلين هم د هغوی په کلي سېدراجوړ درګۍ کې پر ۲۵م دسمبر لمانځل کېږي چې پکې به د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه ليکوالان، شاعران، سياسي استازي او د هغه ملګري ګډون کوي.
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې - ايف اي اې – ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې د لادرکه کړل شوو بلاګ لیکونکو پرضد هیڅ ثبوتونه نه دي میندل شوي.
دهرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې درې تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د هرات د والي له دفتره په یوې اعلامیې کې راغلي چې پېښه تېر ماښام هغه مهال وشوه چې دغو وسله والو د ماین ښخولو او تروریستي بریدونو نیت درلود، خو له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شول. په اعلامیه کې د وسله والو مخالفینو شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی چې وایي، غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو د برید په هدف یې د سملان چشمه پر سړک کې ماینونه ځای پرځای کول. اعلامیه زیاتوي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی دی چې د نوو حلقه بندیو بهیر به د جنورۍ له ۱۵مې نېټې پیل کړي چې پر وخت ټاکنو ته زمینه برابره کړي.
سرحدي پولیسو د درېیو بېلابېلو عملياتو په لړ کې نږدې ۷ کېلو ګرامه نشهیي توکي بهر ته د قاچاق پر مهال ونیول. د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایي، قاچاق وړونکو غوښتل چې تېره اوونۍ په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر، د کندهار هوایي ډګر او بلخ کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر له لارې نږدې ۷ کېلو ګرامه هیروئین په درېیو پروازونو کې هند ته قاچاق کړي، خو د سرحدي پولیسو له لوري ونیول شول. د یادونې وړ ده چې قاچاق وړونکو دا مواد په خپلو خېټو، کالیو او بکسونو کې ځای پر ځای کړي وو.
د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست اوسمهال د سخت دريځۍ پديده تر يوې سيمې يا هېواد پورې محدوده نه ده بلکې د نړۍ يو شمېر سيمې ورڅخه اغېزمنې شوي دي. د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په دې برخه کې په پاکستان کې د سختدريځۍ پر ودې بحث شوی دی. دا چې په پاکستان کې سختدريځي له کله او څنګه پيدا شوه او د دې عوامل څه و؟ په روانه خپرونه کې يې تفصيل اورېدلای شئ. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
په غور ولایت کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د غواګانو د ساتنې یو فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د غور د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارم د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی. ښاغلي تایب د غواګانو د ساتنې د فارم ترڅنګ د لبنیاتو د پروسس او خرڅلاو د یوه مرکز د جوړېدو خبره هم کوي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په عواید کې سږکال ۲۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سږکال د عوایدو کچه ۶ میلیارده افغانیو ته رسېدلې چې تېر کال دا رقم څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ و . ښاغلی مطفي وايي، دوی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د مرکز او ولایتونو له عایداتي سرچینو ۹۸۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې وې چې سږکال دغه رقم ۱،۷۷ میلیارده افغانیو ته لوړ شوی او ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عواید یې د... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ هغو پولیسو ته یې ډیسپلېني جزا اعلان کړې، کوم چې د عطا محمد نور په ملاتړ ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости