پوتین د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي له "شدته" ډکه بللې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ملي امنیت نوې اعلان شوې ستراتیژي له "شدته" ډکه بللې او ویلي یې دي چې مسکو به په خپلو پرېکړو کې دا ټکی په نظر کې نیسي.
پوتین نن د روسیې دفاع وزارت ته په وینا کې ادعا وکړه چې امریکا او ناټو په اروپا کې د پوځي مقاومت پر زیاتولو کار کوي چې د پوتین په وینا "تهاجمي" او له "شدته" ډک اړخ لري.
پوتین همدا راز پر امریکا تور پورې کړ چې د منځنۍ کچې له اټمي تړونه چې هدف يې د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټمي مزائیلو پر استفادې بندیز لګول دی، د وتلو لارې جوړوي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د اوونۍ په پېل کې د خپل هېواد د امنیتي ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې له روسیې، چین او نورو هېوادونو سره د فوق العاده مشراکت غوښتونکی دی، خو د خپلو ملي ګټو ساتنې ته به لومړیتوب ورکوي.