سږ کال خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې نیمایي ته ټیټې شوې
پېښور:د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر ای جي پي صلاح الدین مسود د دوشنبې پر مازیګر په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې د تېر کلونو په نسبت په مجموعي توګه سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې۵۱ فیصده کمی راغلی دی.