په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیلېږي
![په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیلېږي](https://gdb.rferl.org/BC6204C9-6152-4C3E-BF70-65F611214291_cx72_cy47_cw20_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شي.
د فوټبال فدارسیون د نشراتو رئیس شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې ۱۲ ټیمونه ګډون کوي.
ښاغلي شاداب وویل چې د فوټبال په دغه لیګ کې د چارو اداره، د خزاینو ریاست، د بودجې ریاست، ګمرکونه، د افغانستان بانک، د سوداګرۍ وزارت، له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت، مشرانو جرګه، کابل ښاروالي، د ښار جوړونې وزارت او د MTN مخابراتي شرکت لوبډلې ګډون لري.