په پیکېنګ کې د افغانستان،پاکستان او چین غونډه پیل شوه
![په پیکېنګ کې د افغانستان،پاکستان او چین غونډه پیل شوه](https://gdb.rferl.org/93E87735-AC9E-4660-A300-A3982A2D87D0_cx25_cy12_cw35_w800_h450.jpg)
د افغانستان، پاکستان او چين د لوړپوړو ډیپلوماټانو تر منځ خبرې نن په پيکېنګ کې دوام لري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پر سیمه ییزو او اقتصادي همکاريو خبرې کوي.
د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ د بهرنیو چارو وزيرانو پر کچه مذاکرات نن پیل شول او اوس هم دوام لري.
او ټاکل شوې ده د دې غونډې په پای کې مشترکه اعلاميه اعلان شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال صبغت الله احمدي نن ازادي راډيو ته وويل:
تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال هيله څرګنده کړې وه چې پاکستان به دا ځل له خپلو ژمنو سره سم عمل وکړي.
چین د درې اړخيزې غونډې وړانديز د روان کال په جون مياشت کې کړی وو.