د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيران: طالبان دې د سولې د بهير برخه شي
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې له طالب وسله والو غوښتي چې د سولې د مذاکراتو برخه شي.
دا وروسته له هغه چې چين د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو نورمال کولو په هدف يوه غونډه جوړه کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن په پيکنګ کې سره ولیدل.
درې واړو حکومتونو د سولې او پخلاینې د پراخې پروسې غوښتنه وکړه.
دوی وويل چې له افغان طالبانو غواړي چې د سولې د بهير برخه شي.
وزيرانو همدا راز وويل چې دوی د ترورېزم پر وړاندې په هڅو کې همکاريو ته چمتو دي او هېڅ هېواد، ادارې يا کس ته به اجازه ورنکړي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د دوی له خاورې ګټه پورته کړي.