په سمنګان کې د سکرو د کان ۵ کیندونکي وژل شوي
![په سمنګان کې د سکرو د کان ۵ کیندونکي وژل شوي](https://gdb.rferl.org/31702037-2AF1-43BF-B5E7-9FC4B09009F5_w800_h450.png)
په سمنګان ولایت کې د سکرو په کان کې د ميتان ګازو د چاودنې په نتيجه کې پنځه تنه وژل شوي دي.
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه په دره صوف سيمه کې شوې ده.
د ښاغلي غزيزي په وينا، په چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي او يو کان کيندونکی ورک دی.
د سمنګان چارواکي پر زورواکو او ځايي اوسېدونکو تور پورې کوي چې په خپل سر د سکرو کانونه کيندي.