د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني د مظاهرو غوښتنه کړې
![د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني د مظاهرو غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/9F031C2F-5F66-4C43-9978-E8CA6FC10624_w800_h450.jpg)
د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني سبا په ټوله روسيه کې «د رأيه ورکوونکو د اعتصاب» په نوم د مظاهرو غوښتنه وکړه.
ده ويلي، دغه مظاهرې يې د جمهوري رياست له راتلونکو ټاکنو سره د خپل بايکاټ په ملاتړ رابللي دي.
د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې چې په مارچ مياشت کې په پام کې دي، د کانديد په توګه د ناوالني د ګډون مخه نيول شوې ده.
پر ده د غير قانوني کارونو تور لګول شوى، خو ناوالني وايي دغه تورونه سياسي انګېزه لري.