د اسیرو اوکرایني سرتېرو یوه ډله د دولت تر ولکې لاندې سیمې ننوتله
![د اسیرو اوکرایني سرتېرو یوه ډله د دولت تر ولکې لاندې سیمې ننوتله](https://gdb.rferl.org/9C42FEC1-08F8-40D0-9E35-19EDF965AC7B_cx42_cy0_cw58_w800_h450.jpg)
د اوکراين په ختيځ کې د اسيرو شويو اوکرايني سرتېرو يوه ډله د کيف او روسپلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د بنديانو د تبادلې په لړ کې د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته ننوتله.
د اوکراين د هرو مادسکي ټلوېزيون د راپور له مخې درې موټر چې ١٦ اوکرايني سرتېري پهکې سپاره وو، هورليفکا ته نږدې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې له سيمې څخه نن د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته داخل شول.
دا د حکومت د ۷۴ نيول شويو پوځيانو ډله ده چې پام کې ده، د ٣٠٦ بنديانو په بدل کې چې د اوکرايني ځواکونو په ولکه کې دي، تبادله شي.
د اوکراين د پارلمان اولې مرستيالې ارېنا هيراش چينکو تأیيد کړه چې د سره صليب نړيوالې کمېټې استازو نن دغه سرتېري ليدلي دي.
په دونيڅک کې د بېلتون غوښتونکو رهبر الکساندر زخارچينکو ويلي، دغه تبادله د بنديانو د نورو احتمالي تبادلو اول پړاو دى.