په کاپيسا کې يو پوليس د مهماتو د خرڅولو په تور نيول شوى
په کاپيسا کې يو پوليس د مهماتو د خرڅولو په تور نيول شوى دى.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي ازادي راډيو ته وويل، دغه پوليس هغه وخت ونيول شو چې له تګاب ولسوالۍ يې ځيني مهمات د خرڅولو لپاره د کاپيسا مرکز ته لېږدول.
قوماندان وايي، کشفي قواوو د دغه پوليس په اړه معلومات ورسره شريک کړي وو.