کابل برید کې لسګونه مړه او ژوبل
![کابل برید کې لسګونه مړه او ژوبل](https://gdb.rferl.org/1cee719f-d726-4b04-87fb-a9416c0fcd58_tv_w800_h450.jpg)
کابل - چارواکي وايي، د کابل په ناظر کلا سیمه کې وسله وال برید شوی چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. دوی وايي، پېښه د تبیان په نوم په یوه سیاسي او فرهنګي مرکز کې شوې چې له صدای افغان خبري اژانس پورې اړوند دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ځانمرګي برید د پنجشنبې پر سهار شاوخوا لس نیمې بجې شوی چې له امله يې زیات زیان اوښتي، خو د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر نه دی معلوم.