افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم د نیوزلینډ یو ځايي ټیم ته ماتې ورکړه
![افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم د نیوزلینډ یو ځايي ټیم ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/E519AA89-F131-47C0-AA4A-2940C5F477B5_cx36_cy34_cw33_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ۱۹کلنو کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي سیالۍ کې د نیوزلینډ یوې ځايي لوبډلې سنټرال ډېسټرېکټ اېلېون ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ۱۹کلنو کرکټ ملي لوبډله دا وخت نړیوال جام ته د ښې تیارS لپاره په نیوزلینډ کې په تمریناتو او سیالیو بوخته ده.
د ۱۹ کلنو ځوانانو تر منځ د کرکټ نړیوال جام د راتلونکي مېلادي میاشتې په ۱۳ نېټه په نیوزلېنډ کې پیلېږي.
د دغه جام د پیل لوبه د افغانستان او پاکستان تر منځ تر سره کېږي.