د افغانستان د دولتي ادارو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
![د افغانستان د دولتي ادارو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې](https://gdb.rferl.org/CB240D9E-4098-4A05-AE59-0B62A8A8629A_cx39_cy29_cw25_w800_h450.jpg)
د افغانستان د دولتي ادارو تر منځ د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د ۱۳ بېلابېلو دولتي ادارو لوبډلې برخه اخلي.
دا سیالۍ په غازي سټيډيم کې تر سره کېږي او ۱۶ ورځې دوام کوي.