ټرمپ: باور لرم چې « رابرت مولر» به منصفانه چلند وکړي
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي باور لري چې ځانګړى سلاکار رابرت مولر به د ده په وړاندې منصفانه چلند وکړي.
مولر د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو د ادعاوو د څېړنې مشري کوي.
ښاغلي ټرمپ له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې پرون ناوخته خپره شوې ظاهراً د دغو تحقيقاتو په اړه اندېښنې کم اهميته وښودې.
په دې اړه وروسته له هغې اندېښنې ولاړې شوې وې چې د امريکا استخباراتي ادارې تېر کال دا نتيجه واخيسته چې روسيې په ټولنيزو رسنيو کې د تبليغاتو او د ډيموکراټ ګوند د غړو د ايميلونو په هک کولو سره د ډيموکرات کانديدې هيلرې کلېنټن په وړاندې د بريا لپاره د ټرمپ مرسته کړې ده.
رابرت مولر په خپلو تحقيقاتو کې د ټرمپ څلور نږدې همکاران تورن کړي چې په هغو کې د ټرمپ د ملي امنيت اول سلاکار مايکل فلېن هم شامل دى.
فلېن اعتراف کړى چې د امريکا د تحقيقاتو فډرال ادارې يا (FBI) ته يې درواغ ويلي، خو اوس له تحقيق کوونکو سره همکاري کوي.
د ټرمپ مدافع وکيلان له څو اوونيو راهيسې وايي، تمه لري چې د امريکا په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو اړه تحقيقات د روان مېلادي کال تر پايه ختم شي. خو مولر نه دي ويلي چې دغه تحقيقات به څومره وخت ونيسي.