د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار کې ٦ طالبان نيولي دي
د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار کې ٦ وسله وال طالبان په څو عملياتو کې نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي، په نيول شويو کې د رحمت الله په نوم يو تن هم شامل دى چې د وسله والو سرګروپ دى.
عطا الله خوګياڼي يوه کنفرانس ته وويل:
"نيول شويو کسانو اعتراف کړى چې په خوګياڼو، سره رود، بهسود او بټي-کوټ ولسواليو کې ورانکار فعاليتونه کول."
نيول شويو کسانو ويلي چې په ننګرهار کې يې پر تعليمي ادارو او پوستو په حملو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.