د سنت پيټرزبورګ په یوه مارکېټ کې د چاودنې په تور یو شکمن محاکمه کېږي
د روسيې د سنت پيټرزبورګ يوه محلي محکمه کې به نن یکشنبه هغه څوک محاکمه شي چې د همدې ښار په يوه مارکېټ کې د يوې چاودنې په شک نيول شوى دى.
د چهارشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې تر ١٠ ډېر کسان ټپيان شوي وو.
د روسيې رسنيو د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې رسنۍ نه شي کولاى دغې محاکمې ته ورشي.
د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال ادارې پرون شنبه وويل، درې ورځې مخکې يې د هغې حملې په تړاو يو مشکوک کس نيولى، خو د هغه د هويت او په دې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې دغه کس ولې دغه حمله تنظيم کړې وه؟
افراطي ډلې داعش د جمعې په ورځ په خپل خبري اژانس اعماق کې د هغې حملې مسؤليت ومانه.