دقیق: په هرات کې د ۵۸۶معتادینو درملنه شوې
![دقیق: په هرات کې د ۵۸۶معتادینو درملنه شوې](https://gdb.rferl.org/85CD1F01-07DF-4D7D-909D-5EC08D8E3A7B_w800_h450.jpg)
د هرات د امنيتي چارواکو په وينا د یوې میاشتې په جریان کې یې نږدې ۶۰۰ معتادین د دې ولایت له مختلفو سیمو څخه را ټول کړي دي.
د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس جیلاني دقیق د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا راغونډ شوي معتادین ټول بې کوره و او د ژمي سړې شپې یې تر شنه اسمان لاندې تېرولې:
"په مجموع کې ۵۸۶ تنه بې کوره معتادین را ټول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي، دغه ډول ځینې معتادین چې د هرات خپل خپل اوسېدونکي و، خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي."
د ښاغلي دقیق په وینا د معتادینو د را ټولولو تر څنګ په رباط سنګي ولسوالۍ کې خلکو په خپله خوښه نږدې په خپلو (۲۰۰) جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.