منظور احمد پښتين چې دوه کاله وړاندې د ماينونو پرضد د جنوبي وزيرستان له يوه پسمانده کلي غږ پورته کړ نوهېچا دا ګومان نه کاوه چې دغه ۲۴ کلن ځوان به يوه ورځ د فاټا او نورو پښتني سيمو ولسي اواز وګرځي. د مشال راډيو داود خټک له پښتينه پوښتلي هغه کومه جادوګري ده چې خلک يې ځان ته ورمات کړي.
د کراچۍ له ساحل سره نېږدې دوې مال وړونکې کښتۍ جنګېدلې او کانټېنرونه یې په سمندر کې ډوب شوي دي
په افغانستان کې لومړۍ ښځینه هوابازه جنرال خاټول محمدزۍ وایي چې افغانان باید ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا ولسمشر د لومړۍ ځل لپاره په رسمي ډول د نوروز مبارکي ورکړه. په کابل او انقره کې مو بیا د نوروز په درشل کې له امنیتي هڅو خبروو او په دې خبرې ټولګه کې چې د شپې په ۸ بجې یې پیشګام تلویزیون هم خپروي د اداري فساد په تور د فرانسې د پخواني ولسمشر له تحقیقاتو خبروو
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د متحده عربي اماراتو له ټیم څخه نننۍ لوبه وګټله.
د افغانستان ټیم په ۳۵ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۸ منډو هدف چې د متحده عربي اماراتو ټیم ورته ټاکلی و، پوره کړ.
افغان توپ وهونکو ګلبدین نایب او نجیبالله ځدراڼ ښه لوبه وکړه، نایب ۷۴ او ځدراڼ ۶۳ منډې وکړې.
دا لوبې په زېمبابوې کې روانې دي او افغانستان پهکې د شپږ غوره ټیمونو مرحلې ته لار موندلې ده.
د شپږ غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وتوانېده چې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي... Читать дальше...
د بلخ امنیتي چارواکي د نوروز جشن لپاره په مزار شریف کې د شدیدو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.
د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات نن په مزار شریف کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره څلور زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي او هېڅ یوه چارواکي ته اجازه نهورکول کېږي چې له وسلې سره د مزار شریف ښار ته داخل شي.
سادات دغهراز وویل چې د ښار په څنډو کې د تالاشۍ ګرځنده پوستو هم فعالیت پیل کړی او ټولې هغه لارې چې روضې ته غځېدلي د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.
هر کال په زرګونه کسان د حضرت علي د جنډې... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د پوځ د لوي درستیز او افغان ولسمشر ترمنځ په ليدنه کې د افغانستان او سیمې...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد له افغان لوړپوړو چارواکو سره په ...
د نوي کال په رارسیدو سره، کابلییان د نیالګیو او ګلانو په پېرودلو بوخت دي. په دې اړه د امریکا غږ اشیا راډیو خبریال ممتاز بهیر ویډیو وګورئ.
اروپایي اتحادیې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او په دغه بهیر کې یې د مرکزي آسیا د هxوادونو ونډه مهمه وبلله.
د اروپایي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني پرون د منځنۍ آسیا له هیېوادونو سره د اروپایي اتحادیې د اړیکو په اړه ځانګړې شوې د اروپایي پارلمان غونډې ته وویل:
"موږ اروپایي اتحادیه او د مرکزي آسیا هېوادونه ګډې ګټې لرو چې د بیلګې په توګه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړو، ازبکستان به په ګډه د روانې مارچ میاشتې په پای کې د افغانستان په... Читать дальше...
بخښې نړیوال سازمان دا هم وايي چې په پاکستان کې تر اوسه هېچا ته د خلکو د تری تم کولو په جرم کې سزا نه ده ورکړل شوې.
د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل وایي، ملګرو ملتونو له پاکستانه له ۷۰۰ څخه د زیاتو کسانو د ورکېدو راپورونه ترلاسه کړي او په سلګونه نور راپورونه هم پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوي، خو هېڅڅوک تر اوسه په زوره د دغو کسانو د تري تم کېدو مسؤل نهدی بلل شوی.
امنېستي انټرنشنل پرون په یوه بیان کې وویل چې قربانیان بلاګ لیکونکي، خبریالان، محصلین، د سولې فعالان او نور د بشري حقونو مدافعان دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په څېر د دغو ارزښتونو لپاره فعالیت کوي او هغه د یوې خلاصې او عادلانه ټولنې لپاره ډېر مهم دي. Читать дальше...
کرملېن وایي دا چې تر اوسه د جمهوري ریاست د یوې بلې دورې لپاره ولادیمیر پوتین ته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه مبارکي نهده ویلې، دا یو غیر دوستانه عمل نهدی.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې له انتخاباتو دوه ورځې وروسته د ټرمپ غلي پاتې کېدل کوم غیر دوستانه حرکت نهدی.
هغه اټکل وکړ چې ښایي ولسمشر ټرمپ وروسته پوتین ته ټیلیفون وکړي.
دې ته په پام سره چې د سړې جګړې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوې، پسکوف وویل، پوتین دې ته تیار دی چې له خپلو امریکایي شریکانو... Читать дальше...
پاکستان وایي، مخکې له دې چې د افغان ولسمشر هغې بلنې ته ځواب و وايي چې د خبرو لپارهیې کابل ته د دې هېواد د صدراعظم د سفر لپاره کړې، له سیاسي او پوځي مشرانو سره په دې اړه سلا او مشوره کوي.
ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته د بلنې تر څنګ وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره دې د دوو دولتونو په کچه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې سیاسي او پوځي مشرانیې مخکې له دې چې د صدراعظم شاهد خاقان عباسي لپاره د یوه وړاندیز... Читать дальше...
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې وايي، که ...
د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت، د هېواد د شفافیت د څار د بنسټ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې، دغه وزارت...
افغان حکومت وايي، پر خپل وخت د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو ترسره کېدو ته بشپړه اراده لري...افغان حکومت ډاډ ورکوي چې پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته بشپړه اراده موجوده ده او...
افغان حکومت ډاډ ورکوي چې پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته بشپړه اراده موجوده ده او په دې برخه کې ...
په مصر کې د اوښانو ځغاستې سیالۍ، د دغه هېواد یو دودیز جشن دی چې ولسونه یې په لېوالتیا لمانځي. په دې اړه د امریکا غږ راډیو ویډیو وګورئ.
په ایتالیا کې ساینسپوهانو یو ډېر پرمختللی اور وژونکی روبوټ جوړ کړی دی.
په دې اړه د امریکا غږ راډیو ویډیو وګورئ.
د افغانستان د بدني روزنې رئیس وايي، د حکومت رهبري د هېواد ورزش ته ځانګړې پاملرنه لري.
حفیظ ولي رحیمي نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل چې ورزش د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او غواړي چې په ورزشي ادارو کې د پام وړ اصلاحات راشي.
ښاغلي رحیمي ټولو ورزشي ادارو او لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغانستان د ورزش د ودې او پرمختګ لپارهیې د لازمو اقداماتو او هڅو خبره وکړه.
د بدني روزنې رياست د معلوماتو له مخې د افغانستان د المپیک ملي کمېټه... Читать дальше...
د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سارکوزي د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي د رژيم لهخوا د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې د هغه له کمپاین سره د غیر قانوني مالي ملاتړ د ادعاوو په اړه د څېړنو په ترڅ کې نن د پولیسو په توقیف کې و.
د راپورونو له مخې له سارکوزي څخه د پاریس د لوېدیځې برخې د پولیسو په یوه مأموریت کې پوښتنې ګروېږنې وشوې.
د فرانسې چارواکو د دغو ادعاوو په اړه یوه قضایي څېړنه په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړه ترڅو دا وڅېړي چې د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې د هغه په بریالیتوب کې د قذافي لهخوا مالي مرستو څومره مرسته کړې وه. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې نن د متحده عربي اماراتو سره د لوبې ډګر ته وتلی دی.
دا لوبې په زېمبابوې کې روانې دي او افغانستان پهکې د شپږ غوره ټیمونو مرحلې ته لار موندلې ده.
د متحده عربي اماراتو ټیم اوس بېټنګ کوي.
متحده اماراتو په ۳۰م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۸۶ منډې جوړې کړې دي.
د شپږ غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وتوانېده چې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړي.
تمه ده چې له متحده عربي اماراتو سره له لوبې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ سره لوبه ولري. Читать дальше...
د فاریاب چارواکي د دې ولایت په خواجه سبزپوش او خان چهارباغ ولسوالیو کې د یو شمېر وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او نیول کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، درې وسلهوال طالبان پرون دوشنبه د ورځې ناوخته په خواجه سبزپوش کې د پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو په کمین کې ووژل شول او دوه تنهیې ټپیان شول.
د یورش په وینا د پولیسو په یوه بل کمین کې د دې ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې څلور وسلهوال طالبان ونیول شول چې د ملا محمد صالح په نوم د هغوی سرګروپ هم پهکې شامل دی. Читать дальше...
په شمالي وزیرستان کې پولیټیکل انتظامیې د پسرلي یوه څلور ورځنۍ سرکاري مېله جوړه کړې ده چې پکې ځايي ولس ته هم بلنه وکړل شوې. پر دې مهال اتڼونه او موسیقي هم وړاندې شول.
د مشال راډيو ویډيو.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России