له نیپال څخه راپورونه وایې په پلازمینه کاتماندو کې د یوې مسافر وړونکي الوتکي د لویدو له کبله لږ تر لږه څلویښت تنه وژل شوي دي.
راپورونه وایې ددې پیښي لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیایې حالت خراب ښودل شوی دی .
د ملګرو ملتونو نوی راپور وايي: د سوريې په جګړه کې کوچنيان تر ټولو زيات له خطر سره مخامخ دي. د پاکستان سنا ته انتخاب شويو غړيو د لومړۍ هندو مېرمنې په ګډون نن د وفادارۍ لوړه وکړه. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
د قبایلي سیمو زده کوونکو سازمان (اېف اېس او) له حکومته غوښتنه کړې چې پر دندو د ځوانانو ګمارلو لپاره دې د ایټا په نوم امتحان یا ازموینه بحاله کړي او بېروزګاره کسانو ته دې کار ورکړي. دوی د ګل پر ورځ په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل، حکومت دې د قبایلي سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د عملې کمی پوره کړي. تفصیل په ویډیو کې.
په کابل کې د سړک تر غاړې کباب خرڅېږي چې ډېر خلک یې خوري. دا د ینې کباب دی او د خرڅوونکي په وینا، په مورچکي او مسالو یې لا خوندورو کړی دی. د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو.
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو لومړي کنډک ته، یو طالب سرګروپ له خپلي وسلې او یوې پایې مخابرې سره تسلیم شوی دی.
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د درېیم کندک قوماندان ملک زین الله ازادي راډيو ته وویل، دغه طالب سرګروپ چې میئن نومېږي او د قصاب په نوم شبکه یې درلوده، نن دوشنبه د دوی د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته ورغلی او تسلیم شوی دی.
دغه طالب سرګروپ وايي چې د ارزګان د دوه کلنې جګړې ورانۍ او ویجاړۍ یې نورې ونه شوې زغملای، نو ځکه یې سوله خوښه کړه او نور به د یوه عام کس په توګه نوی ژوند پیلوي.
ښاغلي عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ ناوخته يې د غیردولتي موسسو د لومړي ملي کنفرانس په پای...
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې د غیر دولتي مؤسسو کارونه د قدر وړ دي. اجرائیه رئیس وايي، په ...
په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس د دوشنبې په ورځ کندهار ته تللی و او هلته یې د والي زلمي ویسا سره کتلي دي.
د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې ښاغلي ويسا د کندهار د برښنا، د زراعتي اوبو د کمښت، د ښوونځیو او کلينيکونو لپاره د تعميرونو او د ښار او يو شمېر ولسواليو تر منځ د پخو سړکونو د نشتون ستونزې د امريکا له سفير ښاغلي جان بس سره شريکې کړې او په يادو برخو کې يې د همکارۍ غوښتنه ځنې وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو په یادو برخو کې د همکاریو... Читать дальше...
اوکراین وايي، د دې هېواد په ختیځ کې په نښتو کې یو اوکراینی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د روسیې ملاتړ لرونکو بیلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرله پسې د ماشینګڼو په ډزو له اوربنده سرغړاوی کړی.
روس پلوو بیلتون غوښتونکو بیا ادعا کړې چې حکومتي ځواکونو له اوربنده سرغړاوی کړی او څو ځلې یې د دوی پر لور د هاوان او ټوپکو ډزې کړې دي.
د اوکراین په ختیځ کې د اوربند هغه هوکړې چې د مینسک د ۲۰۱۴ سپټمبر او ۲۰۱۵ فبرورۍ د تړونو له مخې اعلان شوي وو، ونه ساتل شوې. Читать дальше...
ټاکل شوې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۱۴ مه کریمیا ته ولاړ شي.
نوموړی به د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ دغلته په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه په کریمیا کې د روسیې له خوا د هغې نمایشي ټولپوښتنې د څلورمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې چې په نتیجه کې یې کریمیا له اوکراین جلا او روسیې سره یوځای کړی شوه.
پر دې ټول پوښتنه پراخ انتقادونه شوي.
د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف یوه روسي ټلویزیون ته ویلي، په کریمیا کې به په دې غونډه کې زرګونه کسان ګډون وکړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد چارواکو د ترکیې د هغې شخصي جټ الوتکې تور بکس ترلاسه کړی چې د مارچ په ۱۱مه د ایران په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې وه.
د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي.
د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځیې د شهر کرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي.
د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده.
د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر... Читать дальше...
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ددې هېواد چارواکو د ترکیې د هغې شخصي جیټ الوتکې تورباکس ترلاسه کړی چې د مارچ په ۱۱ مه د ایران په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې وه.
د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي.
د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځ یې د شهرکرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي.
د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده.
د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر... Читать дальше...
د ولسي جرګې يو شمېر وکیلانو د ملي شورا په ودانۍ کې د دغې جرګې د ځينو غړو د ساتونکو لهخوا په ډزو کولو انتقادونه وکړل او ...
د ولسي جرګې يو شمېر وکیلانو د ملي شورا په ودانۍ کې د دغې جرګې د ځينو غړو د ساتونکو له خوا په ډزو کولو ...
په وروستیو څو ورځو کې د فېسبوک د یوشمېر کاروونکو پرپاڼو د نوروز په مخالفت کې یو نوی پیغام لیدل کېږي چې په دې پیغام ...
د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې تېره اوونۍ چې کله په سنا کې په یوه استماعیه غونډه کې د امریکا امنیت ته د لویو ګواښونو ...
دایکندي ولایت په تصویرونو کې څه ډول معلومېږي. د ((سرزمینم ګل بادام )) په نوم په نندارتون کې د افغانستان د دایکندي ولایت د مینه والو لپاره نمایش ته وړاندې شول. که غواړئ تاسو هم د یاد ولایت تصویرنه ووینئ، راپور وګورئ.
ویډیو او ایډیټ: سباوون کاکړ، ازادي راډیو
د کونړ پر دانګام ولسوالۍ له تېرې شپې تراوسه د پاکستان پوځ د توپونو ۲۰۵ مرمۍ ویشتي دي.
د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني پوځ له تېر ماښامه بیا د خپلو درنو وسلو خولې دانګام ولسوالۍ ته را اړولي چې تر دې دمه یې د ویشتل شویو مرمیو شمېر ۲۰۵ ته رسېږي.
نوموړي وویل، تراوسه په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو، باغونو او کروندو ته یې زیان اړولی دی.
د دانګام ولسوالۍ د ځایي اوسېدونکو په خبره، د پاکستانیو پوځیانو د ډزو له امله يې تېره شپه په... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د برېتانیا د ملي امنیت شورا نن دوشنبه غونډه وکړي او او د دې هېواد په سالیسبوري ښار کې پر یو پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د زهرجنې مادې د برید مسئله وڅېړي.
د برېتانیا صدراعظمه تېریزامې به د لوړو پوړو وزیرانو ددې غونډې مشري وکړي.
په غونډه کې به د ۶۶ کلن روسي سیرګي سکریپال او د هغې پر ۳۳ کلنې لور یولیا سکریپال د شوي برید په اړه د څېړنو تازه جزیات وړاندې شي.
چارواکي وايي، پلار او لور لا هم په روغتون کې په ناوړه، خو باثباته وضعيت کې دي.
دا پخوانی روسی جاسوس د مارچ په څلورمه... Читать дальше...
تمه ده چې د بریتانیا د ملي امنیت شورا د روسیې د استخباراتو پر یوه پخواني مأمور او د هغه پر لور د کیمیاوي ګاز د حملې په ...
تمه ده چې د برېتانیا د ملي امنیت شورا د روسیې د استخباراتو پر یوه پخواني مامور او د هغه پر لور د کیمیاوي ګاز...
په بلخ ولایت کې له عطا محمد نور سره د یو شمېر افغان لوړپوړو چارواکو له خبرو اترو وروسته، اجرائیه رئیس...
د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو لوی لامل کمزوری ...
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د تلفاتو ډېرېدو د ولسي جرګې د غړو او کارپوهانو اندېښنې...
د اتریش پولیس وايي، د دې هېواد په پلازمېنه ویانا کې د ایران د سفیر له کوره بهر هغه مهال یو کس په ډزو ووژل شو چې نوموړی له چړې سره په ساتونکي برید وکړ.
د ویانا د پولیسو ویاند هارالډ سیوروس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا ۲۶ کلن بریدګر وروسته له هغې چې د سفیر د کور مخې ته په خوندي غرفه کې د ناست ساتونکي لهخوا پرې ډزې وشوې، ځای پر ځای وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا دا برید چې تېره نیمه شپه د استوګنې په یوه سیمه کې شوی دی، پهکې ساتونکی هم پر مټ ټپي شوی دی.
دمګړۍ د بریدګر انګېزه نهده معلومه.
... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России