روسیه وايي: يوازي يو بې پرې نړيوال کميسيون ويلای شي چې ايا په سوریه کې کیمياوي وسلې کارېدلي که نه. د ناټو عمومي منشي وايي: ناټو ځواکونه به په عراق کې خپل ماموریت پراخ کړي.
دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات په ګډون د صوبې په ډېری ښارونو او ښارګوټيو کې په کوڅو او لارو کې او پر سرکاري ودانیو د ځايي کلتور خوندي کولو په موخه د انځورونو کښلو چارې پیل کړې دي. د چارواکیو په خبره چې پر دې پروژه به نېږدې یو ارب روپۍ لګښت راځي.د مشال راډيو ویډيو
جنوبي کوریا وایي، له شمالي کوریا سره یې موافقه کړې چې د اپرېل د میاشتې په وروستیو کې د خبرو لپاره یوه سرمشریزه جوړه کړي.
د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر نن سې شنبه وویل چې دواړو هېوادونو دغه راز سلا کړې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ یوه مستقیمه ټیليفوني اړیکه پرانيستل شي.
د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چونګ یو یونګ وویل، د جنوبي او شمالي کوریاوو درېیمه سرمشریزه به د اپرېل په وروستیو کې په پانمونجوم کې وشي.
دا هغه د اوربند کلی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلکې امنیتې پولې ته څېرمه پروت دی. Читать дальше...
په پېښور کي د نقیب الله مسود پلار او نورو مسود مشرانو د نقیب الله مسود د وژني کېس پلټلو لپاره پر عدالتي ګامونو ډاډ ښودلی خو د نقیب مسود په وژنه تورن د پولیس چارواکي راو انور عدالت ته په نه حاضرولو یې د کراچۍ پر پولیسو نیوکې کړي دي.
د نقیب الله مسود پلار مشال راډیو ته وویل د نقیب په وینه به هیڅکله روغه ونکړي.
له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کي د نقیب الله پلار زیاته کړه هغوي عدالت ته حاضریږي نو پکار ده راو انور دی هم عدالت ته حاضر شي او که په خپله صفایۍ کې څه وايي نو عدالت ته دې خپل دریځ وړاندې کړي.
په دایکنډي کې د یوه ځوان د مړینې په تور د ملي پولیسو د یوه قوماندان په ګډون، پنځه ملي پولیس نیول شوي دي.
د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي اړوند «دهن ویر» سیمه کې تېره ورځ یو ځوان چې ویل کېږي په نشه یي توکو هم روږدی و، وژل شوی چې سمدستي سیمې ته د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د ترورېزم مدیر ورغلي او په دې تور یې د ملي پولیسو د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه پولیس نیولي دي.
د ولایت ویاند سید اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې د نیول شویو کسانو یې پوښتني ګروېږنې پیل کړي دي.
لا روښانه نه ده چې وژل شوی ځوان څوک او د کومې سیمې اوسېدونکی و.
په اسلام اباد کې د امریکا اغېز له کمېدو سره، د پاکستان پخوانۍ رقیبه، روسیه هلته د خپلو پوځي، دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
که لوېدیځ روسیې ته د سزا ورکولو د هڅو په ترڅ کې دا هېواد له نړیوالې انټرنیټي شبکې څخه وشلوي، دوی دې کار ته تیاری لري.
دا خبره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین یوه لوړپوړي سلاکار کړې ده.
د پوتین د انټرنیټي چارو سلاکار ګیرمن کلیمینکو له دولتي ټلویزیون ان ټي وي سره په مرکه کې چې نن سې شنبه خپره شوې، ویلي چې تاسو کولای شئ چې یوازې بټنه کېکاږئ او یو هېواد له شبکې بهر کړئ، خو له تخینکي پلوه هم موږ چمتو یوو چې هر ډول اقدام وکړو.
روسیه په دې وروستیو کې په یو شمېر هېوادونو کې پر سایبري حملو او پټو انټرنیټي عملیاتو تورنه شوې ده. Читать дальше...
ترکیه، روسیه او ایران به راتلونکې میاشت کې په یوه غونډه کې د سوریې پر وضعیت او په سیمه کې د باالقوه اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړي.
دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن سې شنبې وکړه.
حامي اکسوی ونه ویل چې دغه غونډه به چېرته کېږي.
روسیې او ایران هم سمدستي دغه مسئله نه ده تأیید کړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند چې په انقره کې یې خبریالانو ته څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې ترکیه به امریکایي چارواکو ته ووایي چې له واشنګټنه تمه کوي چې پرهغو وسلو د بیا کتنې په اړه مشخص اقدام... Читать дальше...
د روسیې یو پخوانی پولیس په سایبریا کې د ۱۹ ښځو پر وژلو مجرم پېژندل شوی او ورته د عمري بند سزا ورکړل شوې ده.
د نوو سیبیریسک د سیمې محکمې نن سې شنبه اعلان وکړ چې دغه پولیس چې یاوګیني چاپلینسکي نومېږي، شپږ ورځې مخکې قضایي هیئت هغه د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ د ۱۹ ښځو پر وژنو مجرم وپېژاند.
څارنوالانو ویلي چې د چاپلینسکي ډېرۍ قربانیانې جسم پلورونکې وې او مخکې له دې چې ویې وژني، له یوشمېر دغو ښځو سره یې جنسي اړیکې هم درلودې.
نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې نیول شوی، خو د پولیسو له ماموریته په تېښته بریالی شوی و. Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د سولې په اړه د ګوندونو او سیاسي شخصیتونو طرحو او نظریاتو ته درناوی لري...
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ښځو د حقوقي ستونزو د هوارولو لپاره یې، تصمیم نیولی چې په...
د افغانستان نوموتي ممثل ابراهیم عابد ته منسوب ویډیو په دې ورستیو کې په ټولینزه میډيا کې په يوې ګرمې ...
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په رسنیو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره دغه پالیسي ګټوره بولي او ...
د هرات ولایت د فوټبال حذفي جام سیالیو په لړ کې نن د پیمان او امو لوبډلې د يو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
د هرات ولایت د فوټبال تخنیک ډایرکټر نجیب الله نوروزي ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې په لوبه کې د سرخ پوشانو لوبډلې د جامي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال دغه سیالۍ نېږدې يوه میاشت وړاندې په هرات ولایت کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ پېل شوي چې يوه اوونۍ به نور هم دوام وکړي.
په اسلام اباد کې د امریکا د نفوز له کمزوري کېدو سره، د پاکستان پخوانۍ رقیبه، روسیه هلته د خپلو پوځي...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان په افغانستان کې د معدني موادو، د انسان او د مخدره توکو له قاچاق...
په ایران کې د فردوسي په نوم د شطرنج په اتم پړاو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي حبیب الله امیني او فیض احمد هاشمي ښه ځلېدلي دي.
د افغانستان د شطرنج فدراسیون يو تن مسؤل عبدالخالق ويس نن ازادي راډیو ته وویل چې د شطرنج په دغو سیالیو کې چې د ایران په مشهد ښار کې دوام لري، ښاغلي امیني په پنځو سیالیو کې څلور او ښاغلي هاشمي بیا درې سیالۍ ګټلي دي.
په دغو سیالیو کې ۱۲ افغان لوبغاړو ګډون کړی.
دغه سیالۍ د ۳۵ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د حوت میاشتې په ۱۱ نېټه پېل شوي چې د همدې میاشتې په ۱۸ نېټه به پای ته ورسېږي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د تخار ولایت د یتیم تپې سربند د جوړېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت د دفتر رئیس او مطبوعاتي مسؤل اصف غفوري نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې سربند په جوړېدو سره نېږدې دیرش زره هکتاره زراعتې ځمکې ته اوبه ورسېدې.
د ده په خبره یاده پروژه په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې پیل شوې وه چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلې چې د اسیايي بانک له لوري ورکړل شوی دی.
ښاغلی غفوري وايي چې په دې سره به د تخار په زراعتي محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د کابل ورځپاڼو نن خپل مهم سرلیکونه د ارګ ماڼۍ او د عطا محمد نور ترمنځ خبرو او له طالبانو سره د سولې په تړاو...
نن د سې شنبې په ورځ د خوست د امنیتي منسوبنیو د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک هاموي ګاډی نیولی او شنډ کړی دی.
په پېښور کې نرښځيانو ته د نهې پر ورځ په وړومبي وار ډرايونګ لایسنس ورکړل شو.
په دې اړه د اسرار عالم مومند ویډیويي رپورټ وګورئ.
لاریون کوونکو چې زیاته برخه يې د پوهنې ریاست کار کوونکي وو، د پوهني رئيس
احسان الله ناشر ...
د قبايلي سيمې سوهېلي وزيرستان يوې جرګې د حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د جاج اخېستو پر مهال ويلي چې حکومت دې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي د جنوبي کوریا له استازو سره یې په خلاص زړه خبرې وکړې او هغوي ته یې خپله کلکه اراده څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو بیا یو ځای کولو لپاره خبرې به په تندۍ سره پر مخ بیايي.
نن په کابل کې د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مرستیال احمد سیر مهجور په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل،که څه هم په هېواد کې د خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونو شمېر ډېر شوی خو د کیفیت په برخه کې يې لا ډېر کار ته اړتیا لېدل کېږي.
ښاغلی مهجور وايي،افغان ځوانانو ته د باکیفیته او معیاري زده کړو د زمینې برابرولو لپاره ټو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه دې پخپلو منځو کې سالم رقابت وکړي.
دا د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څلورم... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России