د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د سکاټلينډ په وړاندې لوبېږي
![د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د سکاټلينډ په وړاندې لوبېږي](https://gdb.rferl.org/1C632022-2D40-47C0-9539-92CDCE390ECA_w800_h450.jpg)
سبا يکشنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د سکاټلينډ په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.
د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډله نړیوال جام ته د رسېدو لپاره پوره چمتووالی لري او ډېر امکان شته چې افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
افغان لوبډلې د نړیوال جام له غوراوي پړاو سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زیمبابوې ته د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځينو لوبو په سیریز او له هغه وروسته، د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ تمریني لوبه کې ویسټ انډيز ته ماته ورکړه، خو دوهمه لوبه یې له نیدرلینډ سره د ورښت له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.
ټاکل شوې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ سبا په زمبابوې کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پېل شي چې له ډلې به یې، دوه لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کوي.