په غزني کې سلګونه کسانو لاریون وکړ
![په غزني کې سلګونه کسانو لاریون وکړ](https://gdb.rferl.org/C2CC4D67-7125-433E-B8B4-AC49C0A802BA_w800_h450.png)
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې نن شنبه ناوخته سلګونه خلکو لاریون وکړ او د کابل- کندهار لویه لاره يې د ټرافیکو پرمخ تړلې.
دغو خلکو تر هغه وروسته لاریون وکړ او کابل ـ کندهار لویه لاره يې وتړله چې تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند شېراباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ناپېژاندو وسله والو په مرموز ډول ووژل او یوه ښځه یې ټپي کړه او ۲ تنه يې له ځان سره یووړل.
دغه لاریون کوونکي چې د وژل شویو کسانو جسدونه هم له ځانه سره لېږدوي، له دولته د دغو وژل شویو کسانو د قاتلیونو غوښتنه کوي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې خلکو لاریون کړی او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
نوموړی وايي چې دوی هم پلټنې پیل کړي چې د دغې کورنۍ غړي چا وژلي، څو قانوني چلند ورسره وکړي.
نوموړی وايي، لاریون کوونکو لاهم لاره تړلې، خو ولایت مقام د یادو لاریون کوونکو له یوشمېر مسؤلینو سره خبرې پيل کړي اوهڅه کوي چې دغه لاره خلاصه کړي.