د امریکا ځانګړی مفتش رابرټ مولر د ډونالډ ټرمپ په اړه شواهد لري
د امریکا ځانګړی مفتش رابرټ مولر شواهد لري چې ښیې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د کار له پیلېدو لږ مخکې په «سیشلز» کې په یوه پټه غونډه کې د هغه انتخاباتي کمپاین هڅه کړې وه چې له کرملین سره یوه پټه اړیکه ټینګه کړي.
دا خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه کوچني هېواد کې چې د هند په سمندرګي کې پروت دی دا غونډه د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې د ایریک پرنس «Erik Prince» او کیریل دمیتریف «Kirill Dmitriev» ترمنځ جوړه شوې وه.
پرنس د امریکا یو پیژندل شوی پوځي قراردادي او د ټرمپ د کابینې د پوهنې د وزیر ورور دی او دمیتریف هم د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ته نېژدې د روسیې د حکومت تر کنټرول لاندې د شتمنۍ د یوه صندوق مشر دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یو شمېر کسانو په حواله چې له دغې غونډې خبر دی، وایي چې هغه عیني شاهدان چې له مولر سره همکاري کوي پلټونکو ته ویلي چې دغه غونډه له مخکې د دې لپاره پلان شوې وه چې د ټرمپ د انتقالي چارو مسؤلین د مسکو له یوه استازي سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا ځانګړې مفتش رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ کې د روسیې د مداخلې او هم له مسکو سره د ټرمپ د انتخاباتې ټیم د احمتالي اړیکو په اړه څېړنه کوي.