د افغانستان او هانک کانګ ترمنځ د کرکټ لوبه روانه ده
![د افغانستان او هانک کانګ ترمنځ د کرکټ لوبه روانه ده](https://gdb.rferl.org/1C632022-2D40-47C0-9539-92CDCE390ECA_w800_h450.jpg)
د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو په لړ کې نن افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ لوبه روانه ده.
د سیالۍ ټاس افغانستان ګټلی او هانګ کانګ ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.
هانګ کانګ په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي او مجیب تر نورو ښه توپ اچونه وکړه او ۳ ـ ۳ مقابل لوبغاړي يې وسوځول.
څو شېبې وروسته به افغانستان بیټینګ پیلوي.
افغان لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه سکاټلینډ او دوهمه لوبه تېره ورځ زیمبابوې ته وبایلله.
له دغو دوو ماتو وروسته د دغو سیالیو سوپرسکس پړاو ته د افغان لوبډلې وتل يو څه ستونزمن شوي، خو ناممکن نه دي.
د نړیوال جام د غوراوي پړاو په ګروپي سیالیو کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په زيمبابوې کې روانې دي چې له ډلې به یې دوه لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي