غني: د افغان ځواکونو قربانۍ د هېواد دبقا د تضمین سبب ګرځېدلي
![غني: د افغان ځواکونو قربانۍ د هېواد دبقا د تضمین سبب ګرځېدلي](https://gdb.rferl.org/E9A8DD52-D95C-402B-A5A3-0BA02D8AA185_cx19_cy4_cw58_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د افغانستان د بقا د تضمین او دخلکو او نړیوالې ټولنې د باور سبب ګرځېدلي دي.
له ارګ څخه نن په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا خبره د قول اردوګانو له قوماندانانو سره د لیدو پر مهال کړې ده.
دغه قوماندانان د «نصرت۹۷» په نوم عملیاتو په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون په هدف کابل ته تللي و.
ولسمشر له دغو قوماندانانو وغوښتل چې د نورو عملیاتو تجربې د نصرت په نوم عملیاتو کې وکاروي.
اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې د پرمختیایي پروژو امنیت باید ټینګ شي، ځکه د خلکو ژوند او هوساینه د همدې پروژو په پلې کېدو پوري اړه لري.