د سوریې دولتي ځواکونو ته د امريکا د دفاع وزير خبردارى
د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير خبردارى ورکړ چې که د سوريې دولتي ځواکونه د کيمياوي ګازو لرونکې وسلې وکاروي، دا به ډېر غيرعاقلانه کار وي.
جيم مټېس له دمشقه د روسيې د ملاتړ له کبله پر مسکو انتقاد وکړ.
ښاغلي مټېس دا خبرې نن یکشنبه هغو خبريالانو ته وکړې چې عمان ته په سفر کې ورسره ملګري دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو په وروستيو کې دمشق ته نېږدې د ختيځې غوطې په هغو ساحو کې کلورين ګاز کارولي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.
د سوريې حکومت دغه ادعاګانې رد کړې دي.
د امريکا دفاع وزير د کلورين ګازو په مرسته د کومې حملې د خبر د تأييد په صورت کې د سوريې د ځواکونو په وړاندې د ځوابي اقدام له خبرداري ډډه وکړه، خو ويې ويل چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بشپړ سياسي صلاحيت لري چې د اړتيا په صورت کې هر مناسب اقدام وکړي.