مردان کې د ماشوم د وژنې په غبرګون مظاهره شوې
د یکشنبې پر ورځ، له هغې وروسته چې د مردان له شيخ ملتون ټاون شپ سره نږدې د (باجوړو کورونو) نومي کلي د یو ماشوم مړی په مرموز ډول وموندل شو، د کلي اوسيدونکو د احتجاج په توګه د مردان او نوښار ترمنځ لوی سرک وتاړه او په پېښه کې د ککړو تنانو د نيولو غوښتنه يې وکړه.