اتریش کې د ایران د سفیر له کوره بهر یو کس په ډزو ووژل شو
د اتریش پولیس وايي، د دې هېواد په پلازمېنه ویانا کې د ایران د سفیر له کوره بهر هغه مهال یو کس په ډزو ووژل شو چې نوموړی له چړې سره په ساتونکي برید وکړ.
د ویانا د پولیسو ویاند هارالډ سیوروس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا ۲۶ کلن بریدګر وروسته له هغې چې د سفیر د کور مخې ته په خوندي غرفه کې د ناست ساتونکي لهخوا پرې ډزې وشوې، ځای پر ځای وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا دا برید چې تېره نیمه شپه د استوګنې په یوه سیمه کې شوی دی، پهکې ساتونکی هم پر مټ ټپي شوی دی.
دمګړۍ د بریدګر انګېزه نهده معلومه.
د استرالیا د دفاع وزارت ویاند ویلي، داسې نښې نښانې شته چې ساتونکي د اصولو په چوکاټ کې چلند کړی دی.
بریدګر په ویانا کې اوسېده، خو په اصل کې د اتریش د ټایرول سیمې اوسیدونکی ښودل شوی دی.
د ویانا پولیس وايي، تر پېښې وروسته یې دغلته د ډیپلوماټیکو د نماینده ګیو شاوخوا امنیتي تدابیر زیات کړي دي.