د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه پلټنې بشپړې شوې
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې جمهوري غوښتونکو غړو ویلي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړهیې پلټنې پای ته رسولي او دې نتیجې ته رسېدلي چې د کرملېن او د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ټیم ترمنځ پټه اړیکه نهوه.
د هغه راپور په مسوده کې چې د دوشنبې د ورځې ناوخته رسنیو ته خپره شوې او ټرمپیې ستاینه کړې مګر د ډموکراتانو کمېټې هغه سمدستي رد کړې، د جمهوري غوښتونکو کمېټې ویلي چې دوی له دې سره موافق دي چې مسکو د تبلیغاتو او د ټولنیزو رسنیو له لارې د غلطو خبرونو په خپرولو سره د دې هڅه کړې وه چې پر دغو انتخاباتو اغېز وکړي.
خو دوی د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، د ملي امنیت د ادارې او د فدرالي تحقیقاتو د ادارې له هغو موندنو سره مخالف دي چې وایي مسکو هڅه کړې وه چې له ټرمپ سره چې په ناڅاپي توګهیې د ډموکراتانو له کاندیدې هېلري کلېنټن انتخابات وګټل، مرسته کړې وه.
ولسمشر ټرمپ د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې د جمهوري غوښتونکو دغه راپور ستایلی، خو د ډموکراتانو د کمېټې لوړپوړي غړي ادم شیف ویلي چې دی په کلکه له دغه راپور سره مخالف دی او په دې اړه د څېړنې د پای ته رسېدو اقدام به له وخته مخکې وي.