د ترکیې پوځ وایي، د سوریې عفرین ښار یې محاصره کړی
د ترکیې پوځ وایي، د سوریې شمالي ښار عفرین یې محاصره کړی دی.
له هېواد نه بهر د انقرې پوځي عملیات په دې ښارکې د وای پي جې ملېشو پرضد متمرکز دي.
د ترکيې پوځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې ترکي سرتېرو په سوریه کې له خپلو ملګرو ملېشو سره د عفرین ښار شااوخوا مهمې څنډې نیولي دي.
سیمه ییزو کرد چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې دفتر یې په لندن کې دی ویلي چې د ترکیې او د هغوی متحدو ځواکونو د عفرین ښار او هغه ته څېرمه نوي کلي او ښارګوټي محاصره کړې دي.