د کندهار-هرات پر لویه لار ټرافیکې پېښې ۷ مسافرین وژلي
د کندهار-هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ د تور مانده په سیمه کې د یوه ۴۰۴ بس او کرولا موټر د ټکر له امله ۷ مسافرین وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د کندهار د والي ویاند قدرتالله خوشبخت ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت اړوند یو ۴۰۴ ډوله موټر چې له کندهاره هرات ته پر لاره و، د کندهار د میوند ولسوالۍ په تور مانده سیمه کې يې د یوه کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
د خوشبخت په وینا په پېښه کې ۷ مسافر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
خوشخبت زیاتوي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.