ولسمشر پوتين د انتخاباتو په درشل کې کريميا ټاپووزمې ته سفر وکړ
![ولسمشر پوتين د انتخاباتو په درشل کې کريميا ټاپووزمې ته سفر وکړ](https://gdb.rferl.org/879238CD-E26A-4A0E-8C9F-B138D96E6680_w800_h450.jpg)
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې پرون کريميا ټاپووزمې ته سفر وکړ.
په پام کې ده ولاديمير پوتين د ٢٠١٤میلادي کال د مارچ د ١٦مې د ټولپوښتنې د کليزې په مناسبت مراسمو کې ګډون وکړي چې روسيې ورڅخه له خپل قلمرو سره د دې ټاپووزمې د الحاق د توجيه لپاره ګټه واخېسته.
د کرملين وياند دميتري پيسکوف وويل، په روسيه کې د راتلونکې يکشنبې د جمهوري رياست تر انتخاباتو مخکې کريميا ته د ولسمشر پوتين دا سفر به د کمپاين تر ټولو لوى او وروستي مراسم وي.
بلخوا د اوکراين ولسمشر پټرو پروشنکو کريميا ټاپووزمې ته د پوتين دغه سفر "ډېره خطرناکه پارونه" ګڼلې ده.
هغه له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه، پر هغو کسانو بنديزونه ولګوي چې د اوکراين په قلمرو کې يې د روسيې د جمهوري رياست انتخابات تنظيم کړي دي.