د فاریاب ولایت لویه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه
د فارياب والي وايي، د دغه ولايت لويه لار د ټولو پرمخ پرانيستل شوه او امن يې خوندي شوى دى.
والي محمد همايون فوزي نن په يوه کنفرانس کې وويل چې د دې لارې د خونديتوب لپاره په خواجه سبزپوش، شيرين تګاب او دولت اباد ولسواليو کې شا و خوا ٦٠ کلي تصفيه شوي دي:
"مبارکي وايم د لارې بندېدل چې د خلکو د تګ راتګ مخه يې نيوله، نن د فارياب د ټولو اوسېدونکو پرمخ پرانيستل شوې، هرڅوک کولاى شي د نوروز، تګ راتګ، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره له تشويش پرته له دې لارې ګټه واخلي."
دغه لويه لار چې فارياب له بلخ او بادغيس ولايتونو سره تړي، څو څو وارې د ناامنيو او د وسله والو د خوځښتونو له کبله تړل شوې ده.
والي وايي، دا وار به هڅه وکړي چې دغه لار د تل لپاره خوندي وي او په ناامنو سيمو کې يې شا و خوا ٦٠ اضافي پوستې جوړې کړې دي.