د غزني په لوېدیځه برخه کې بریدونو ۵ پولیس او ۱۰ طالبان وژلي
![د غزني په لوېدیځه برخه کې بریدونو ۵ پولیس او ۱۰ طالبان وژلي](https://gdb.rferl.org/305378AF-5751-47D8-B634-0CC9C0C1A843_w800_h450.jpg)
د غزني چارواکي د دې ولایت د مرکز پر لوېدیځې برخې د وسلهوالو طالبانو په بریدونو کې د پنځه پولیسو او شااوخوا ۱۰ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې وسلهوالو طالبانو د غزني ښار په لوېدیځه څنډه کې د خاک غریبانو په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې نښتو څه کم دوه ساعته دوام وکړ.
نوموړی وايي چې د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.