فاریاب: په خواجه سبزپوش او خان چهارباغ کې یو شمېر طالبان وژل شوي
د فاریاب چارواکي د دې ولایت په خواجه سبزپوش او خان چهارباغ ولسوالیو کې د یو شمېر وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او نیول کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، درې وسلهوال طالبان پرون دوشنبه د ورځې ناوخته په خواجه سبزپوش کې د پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو په کمین کې ووژل شول او دوه تنهیې ټپیان شول.
د یورش په وینا د پولیسو په یوه بل کمین کې د دې ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې څلور وسلهوال طالبان ونیول شول چې د ملا محمد صالح په نوم د هغوی سرګروپ هم پهکې شامل دی.
د امنیه قوماندان په خبره دغو وسلهوالو غوښتل چې له جوزجانه خپل ټپیان د دې ولسوالۍ لور ته ولېږدوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.