بلخ چارواکي: د نوروز جشن لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي
![بلخ چارواکي: د نوروز جشن لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي](https://gdb.rferl.org/333A30DD-738C-485F-A582-4495919AF22F_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د بلخ امنیتي چارواکي د نوروز جشن لپاره په مزار شریف کې د شدیدو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.
د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات نن په مزار شریف کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره څلور زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي او هېڅ یوه چارواکي ته اجازه نهورکول کېږي چې له وسلې سره د مزار شریف ښار ته داخل شي.
سادات دغهراز وویل چې د ښار په څنډو کې د تالاشۍ ګرځنده پوستو هم فعالیت پیل کړی او ټولې هغه لارې چې روضې ته غځېدلي د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.
هر کال په زرګونه کسان د حضرت علي د جنډې د اوچتولو او نورو مراسمو لپاره مزار شریف ته ځي.
سبا د ۱۳۹۷ کال لومړۍ ورځ یا نوروز د بلخ په ګډون په ټولو ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
د نوي کال په مناسبت د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله په یوه خپاره کړي پیغام کې د افغانستان ټولو خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې او هیلهیې څرګنده کړې چې نوی ۱۳۹۷ کال د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د سولې او امن کال وي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم په یوه خپاره کړي پیغام کې هیله ښودلې چې نوی کال افغانانو ته چې له شخړو پرته او له هیلو ډکې یوې راتلونکې مستحق دي، سوله راوړي.