پاکستان کې هر کال تر پنځه لکه زيات کسان په نري رنځ اخته کېږي
نن د ټي بي يا نري رنځ نړيواله ورځ لمانځل کېږي. که څه هم په نړۍ کې د دې رنځ د مخنيوي لپاره بېلا بېل درملونه جوړ شوي او يو شمېر هېوادونو دا ناروغي تر ډېره کنټرول کړې ده، خو په پاکستان کې اوس هم هر کال تر پنځه لکه زيات کسان په دې رنځ اخته کېږي.