حاجي اغا: په تېرو دوو میاشتو کې د مالوچو ۲۰ کارخانې بندې شوي
د افغانستان د متشبثینو خصوصي ټولنه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د مالوچو شاوخوا ۲۰ کارخانې بندې شوي دي.
د دغې اتحاديې رئیس رحمالدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کارخانې هغه مهال له سقوط سره مخ شوې چې پاکستان ته د پنبې صادرات بند شول.
د نوموړي په خبره دغه موضوع لا تر اوسه د ډيپلوماټیکو لارو نهده هواره شوې چې له امله يې هره ورځ فابریکه لرونکو ته لسګونه زره ډالر زیان اوړي.
د ښاغلي حاجي اغا معلوماتول له مخې دغه کارخانې په هلمند، کندهار، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې دي.