چارواکي: د ارزګان په چورې کې ۹ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه د بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان او د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او ۱۱ وسله وال طالبان او د ملي اردو ۷ سرتېري ټپيان دي.
د چورې ولسوال امین الله خالقي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو چې شمېریې شااوخوا ۱۵۰ تنو ته رسېده، تېره شپه د دغې ولسوالۍ په قلعه راغ سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستې ډله ییز برید وکړ.
نوموړی وايي، افغان سرتېرو د وسله والو طالبانو دغه بریدونه په شاتمبولي او د وسله والو طالبانو ۲ جسدونه هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
ښاغلي خالقي دغه راز وویل چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو پر هاموی ټانک د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې په نتیجه کې یې یوازې څو پولیس ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.