د مخالفو ډلو فعالانو هڅه کوله څو د بېلاروس پلازمېنه کې لاریون وکړي
په بېلاروس کې په داسې حال کې چې د مخالفو ډلو فعالانو نن هڅه کوله چې په پلازمېنه مینسک کې یو لاریون ترسره کړي، په لسګونو کسان نیول شوي دي.
د دغه لاریون هدف له روسیې څخه د بیلاروس د ۱۹۱۸میلادي کال د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلېزې یاد لمانځل و.
د بېلاروس خپلواک جمهوریت یوازې یو کال تر ۱۹۱۹میلادي کال پورې دوام وکړ.
د ازادۍ د ورځې په نوم په دې ورځ هر کال په دودیز ډول د بېلاروس د مستبد ولسمشر السکاند لوکا شینکو مخالفین لاریونونه ترسره کوي.
د ویانسا په نوم د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې شاوخوا ۳۰ مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.