په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول
![په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول](https://gdb.rferl.org/0F476499-7930-44BF-A084-4C80F2E138EE_w800_h450.jpg)
د یکشنبې په ورځ په خوست کې یوه اندازه نشه يي توکي چې امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې نیولي او ۶ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي شیان چې د ښار او اطرافو له دوکانونو راټول شوي ول، په عام محضر کې وسوځول شول.