د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره لوبه کوي
![د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره لوبه کوي](https://gdb.rferl.org/BC6204C9-6152-4C3E-BF70-65F611214291_cx70_cy47_cw23_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې سبا سې شنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي.
د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته نن دوشنبه په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري او افغانانو ته به ښه زېری ولري.
افغان لوبډلې د دغې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او له څو ورځو راهیسې په تاجکستان کې ده.
دغه لوبه د افغانستان په وخت سبا سې شنبه درې نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.