ټرمپ وايي، د شمالي کوریا مشر له ده سره کتنې ته منتظر دی
![ټرمپ وايي، د شمالي کوریا مشر له ده سره کتنې ته منتظر دی](https://gdb.rferl.org/E26CA42A-0858-4BB7-AB23-E68C1892EA56_w800_h450.jpg)
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن وویل د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له ده سره کتنې ته منتظر دی.
د ولسمشر ټرمپ دا خبره د دې نښه بلل کېږي چې د دواړو هېوادونو سرمشریزه ممکنه ده.
ولسمشر ټرمپ نن په خپل ټویټ کې ویلي چې د چین ولسمشر ورسره تېره شپه ټیلیفوني خبرې وکړې او ورتهيې وویل چې د هغه او اون ترمنځ کتنه ډېره ښه وه او د شمالي کوریا مشر له تا سره لیدو ته منتظر دی.
خو جمهور رئیس ټرمپ ویلي له بده مرغه پر شمالي کوریا باید په عین حال کې زیات نه زیات فشارونه پر ځای وساتل شي.
د امریکا ولسمشر په خپله ټویتر پاڼه لیکلي دي چې له کېم جونګ اون سره کتنې ته انتظار باسي.