سشنز: د بل ځانګړي مفتش د ټاکلو پرېکړه لا نه ده شوې
د امريکا لوى څارنوال جيف سشنز وايي، سم د لاسه به بل کس د ځانګړي مفتش په توګه ونه ټاکل شي.
دغه مفتش هغه تورونه څېړي چې جمهوريت غوښتونکو په کې ويلي، د تحقيقاتو فډرال ادارې (FBI) د امريکا په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو د ادعاوو په څېړنه کې يو اړخ نيولى دى.
جيف سنشز پرون په کانګرس کې د جمهوريت غوښتونکو د کمېټو درېيو مشرانو ته په يوه ليک کې ويلي، ده جان هوبر ته چې په يوتا کې د امريکا وتلى څارنوال دى، لارښوونه کړې، څو دا وارزوي چې ايا د ځانګړي مفتش ګمارنه ضروري ده؟
د کانګرس جمهوريت غوښتونکي غړي د ځانګړي مفتش د ګمارنې غوښتنه لري، څو د FBI له خوا د ځينو سياسي تورونو د څېړنو پر مهال د خلاف کړنو ادعاګانې وڅېړي.