د فاټا سوپر لیګ کرکټ پایلوبه خیبر زمري وګټله
![د فاټا سوپر لیګ کرکټ پایلوبه خیبر زمري وګټله](https://gdb.rferl.org/ae4d366f-933b-48d1-b595-a79ce168714f_tv_w800_h450.jpg)
د جمعې په ماښام خیبر ګرین زمري کرکټ ټیم یوځل بیا د فاټا سوپر لیګ پایلوبه وګټله، او باجوړ ټایګر ته یې ماتې ورکړه.خیبر ګرین زمري لومړی بیټنګ وکړ او په شلو(۲۰) اورونو کې یی ۲۲۲ رنزونو هدف ورکړ،خو باجوړ ټایګر ټیم په څوارلسو(۱۴) اورونو کې یوازې په ۱۳۷ رنزونو اوټ شو، او خیبر ګرین زمري د دغې فاینل لوبې جام په خپل نوم کړ،د فاټا سوپر لیګ چارواکي وایی دا دویم سوپر لیګ لوبه وه چې خوا وشا ۲۴ کرکټ ټیمونو پکې برخه اخېستې وه، د مارچ په ۱۸ نېټه دغه لوبې پيل شوې وې او د مارچ په ۳۰ نیټه سر ته ورسیدې،
په دې کې د قبایلي لوبغاړو ترڅنګ د ملک د نورو برخو انټرنیشنل لوبغاړي هم ولوبیدل.د فاټا سوپر لیګ فاینل لوبې کتو لپاره د خیبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا، وتلې کرکټر شاهد اپرېدی، د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپرېدی او د خیبر پولیټیکل ایجنټ خالد محمود هم ورغلي ول.
دغه لوبه په زرګونه خلکو وکتله.
د مشال راډيو ویډيو