افغان ولسمشر وايي، پکتیا به په یوه صنعتي سیمه بدله کړي
![افغان ولسمشر وايي، پکتیا به په یوه صنعتي سیمه بدله کړي](https://gdb.rferl.org/E1BE5F96-2F2A-4D39-B275-6AA112253BC2_w800_h450.jpg)
افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د پکتیا هر اړخیز پرمختګ به خپله پاملرنه ډېره کړي. نوموړي د یکشنبې پر ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز کې د یاد ولایت د ځايي مسوولینو او اوسیدونکو یوې غونډې ته خبرې کولې.