ارزګان ولایت کې هم خلکو د سولې غوښتلو لپاره د پرلت خېمه ووهله
ارزګان ولایت کې خلکو د هلمند ولایت په څېر د سولې غوښتلو لپاره د پرلت خېمه ووهله.
ارزګان ولایت کې خلکو د هلمند ولایت په څېر د سولې غوښتلو لپاره د پرلت خېمه ووهله.
افغان چارواکي په ایران کې پر یوې افغانې ماشومې په جنسي تېري او د هغې په وژلو د تورن کس د محاکمې غوښتنه کوي.
په شمال کې د ملي اردو مسؤلان وايي، په سرپل کې تېره شپه د طالبانو په یوه برید کې د دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. د ۲۰۹ قل اردو مطبوعاتي مسؤل حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله د سرپل په بلغلي کلي کې د ملي اردو پر یوې پوستې په برید کې اوښتې ده. هغه وویل، د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لورته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او پوسته طالبانو نیولې ده.
په بریتانیا کې روغتیايي چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل پخوانی روسي جاسوس سرګي سکریپال اوس له نازک حالت څخه وتلی او په چټکی سره مخ په ښه کېدو دی. پخوانی دوه اړخېز جاسوس سکریپال او لور يې یولیا د تېر مارچ میاشت په څلورمه نېټه د بریتانيې په سالزبري ښار کې د یو ډول اعصاب فلجوونکو کیمیاوي موادو له امله په بې هوښه او نازک روغتیايي وضعیت کې موندل شوی و. بریتانيې د روسيې حکومت تورن کړ چې د هغو موادو په واسطه يې د سرګي سکریپال د وژلو هڅه کړې ده چې د سړې جګړې پر مهال په روسیه کې تولیدېدل. روسیه په دې... Читать дальше...
د غزې او اسرائیل ترمنځ پوله کې نن د جمعې په ورځ یو ځل بیا زرګونو فلسطینیانو مظاهره وکړه او د دواړو خواو ترمنځ تازه شخړې پورته شوې. یوه اوونۍ وړاندې په ورته شخړو کې ۱۶ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ووژل شول. په نننۍ مظاهره کې فلسطینیانو پر اسرائیلي سرتېرو د ډبرو ګذارونه وکړل او ټایرونو ته يې اور واچوه. اسرائیل خبرداری ورکړی دی چې معترضو کسانو ته به اجازه ورنه کړي چې له امنیتي موانعو تېر شي. اسرائیلي سرتېرو په مظاهره کوونکو ډزې وکړې او د ربړي مرمیو او اوښکې بهونکي ګاز په کارولو يې د هغوی د خورولو هڅه وکړه. Читать дальше...
د روسيې د دولتي رسنیو تنظیمونکې ادارې له محکمې غوښتي چې د پیغامونو اپ ټلګرام بند کړي. روسي چارواکو دا غوښتنه وروسته تر هغې وکړه چې ټلګرام د روسيې د امنیت فدرالي ادارې ته د دې اپ د کارونکو د پیغامونو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه. د روسيې دا ګام ښايي هغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي چې وايي، انټرنټ ته د خلکو لاسرسی محدود کړي. په همدې حال کې په روسیه کې د ټلګرام اپ موسس پاول ډاروف چې له روسيې بهر اوسېږي، د دې هېواد د پلټنو فدرالي ادارې د ټلګرام د کارونکو د پیغامونو د جزئیاتو له ښودلو ډډه کړه ده.
د چین د سوداګرۍ وزارت وايي چې چین له امریکا سره تجارتي جګړه نهغواړي، خو وېره لري چې دا جګړه پرې تحمیل نهشي.
افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د یوه پلان په بشپړولو موافقه وکړه. محمد اشرف غني په ارګ کې له شاهد خاقان عباسي سر چې نن کابل ته ورسېد، ولیدل. د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني او خاقان عباسي د مختلفو مسئلو په اړه خبرې وکړې. دی وايي: "د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان په اړه چې د یوه سند نوم دی، بحث وشو. پریکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او پاکستان د عمل د ګډ پلان د سند په متن کې د سولې د ټینګښت...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او پاکستان د عمل د ګډ پلان د سند په متن کې د سولې د ټینګښت...
دوی نن د جمعې له ورځې د کوټي په ګډون د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې د او پي ډي څانګې ته تالې لګولې دي، او د کوټې په سیول هسپتال کې ډاکټرانو په احتجاجي ناسته لاس پورې کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ملي اردو په تهاجمي عملیاتو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ دولت ضد وسلهوال وژل شوي دي. د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب او زابل ولایتونو په شمول په ځینو نور برخو کې شوي دي. په دې عملیاتو کې ځمکنیو ځانګړو ځواکونو ۶۶ او هوايي ځواک ۸۳ بریدونه کړي دي. د دولت ضد وسلهوالو مخالفینو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
د جنوبي کوریا یوې محکمې پخوانۍ ولسمشره د فساد او له واکه د ناوړه استفادې په قضیه کې په ۲۴ کلونو بند محکومه کړه. د مرکز سیول مرکزي محکمې نن جمعه پارک ګون-هه د بډې اخېستلو، له واکه د ناوړه استفادې او دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې مجرمه وپېژندله. محکمې دغه راز ۶۶ کلنه پارک ګون-هه ۱۶ عشاریه اته میلیونه ډالر نقدي جریمه کړې ده. خو د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشرۍ چې په سیول کې زنداني ده، پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې دا د سیاسي غچ قرباني ده. پارک ګون-هه د جنوبي کوریا لومړنی ښځینه... Читать дальше...
په مالیزیا کې بیزوګانو ته روزنه ورکول کېږي چې د دنګو او جګو ونې له ښاخونو کوپرې څنګه وشوکوي. نور حال په دې رپورت کې.
د لوګر چارواکي هیلهمند دي چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې لسګونه تړل شوي ښوونځي به راتلونکی اوونۍ پرانېستل شي. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو په څرخ کې وروسته تر هغې ۳۰ ښوونځي وتړل چې د دې ډلې یو قوماندان او یو شمېر وسلهوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول. ښاغلي صالح وویل: "موږ د سیمې له مخورو او دیني عالمانو غوښتي دي چې د دې ښونځیو په بېرته پرانېستلو کې همکاري وکړي.هغوي پرون طالبانو ته تللي وو او طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون پنجشنبه په مسکو کې له خپل چینايي سیال سره د کتنې پر مهال وویل...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په ارګ کې هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به پر خپلمنځيو اړیکو، د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعګانو خبرې وکړي.
د شمالي وزیرستان میرامشاه او میرعلي دکاندارانو د بنو پرېس کلب مخې ته په یوه احتجاجي ناسته کې له حکومته د خپلو دکانونو او مارکیټونو د تاوان غوښتنه کړې. د مشال راډیو ویډیو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د شاهد خاقان...
برتانیا او امریکا په ملګرو ملتونو کې پر روسیې سخت انتقاد کړی او ورباندې یې تور پورې کړی چې د برتانیې په خاوره کې یې، د اعصابو فلجولو کیمیاوي مادې په استعمالولو، برید کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو ځواکونه د کونړ او نورستان په سرحدي سیمو کې په لومړۍ درجه...
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزیرستان په مکين کې د نقیب الله مسود له پلار سره لیدلي دي
عباسي د ټیکسونو غونډولو پینځه نکاتي پیکېج وړاندې کړ چې پکې راغلي، حکومت به د خلکو د شناختي کارډ له نمبرونو څخه د ټیکس ملي نمبر جوړوي چې ټول کسان وڅاري.
په سمنګان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې په یوه کرولا موټر کې ټول سپاره کسان وژلي دي. د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د پنجشنبې په ماښام هغه مهال وشوه چې یو کرولا ډوله موټر د سمنګان – بغلان پر لاره له یوې بار وړونکي لارۍ سره ټکر شو. نوموړي د پېښې علت د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطي او له ټاکلي اندازې زیات سرعت بللی دی. د یادونې وړده چې په افغانستان کې د سړکونو خرابولی او د ټرافیکي قوانینو نه مراعت ډېر کله د مرګونو ټرافیکې پېښو سبب کېږي چې هر کال پهکې سلګونه کسان مري.
ټویټر وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه پورې یې یو عشاریه ۲۱ میلونه هغه اکاونټونه تړلي چې د ترهګرۍ لپاره یې تبلیغات کول. ټویټر ادعا کوي چې دې اقدام دا ټولنیزه شبکه په یو داسې ځای بدله کړي چې د خشونت خپرولو د موادو لپاره مناسب ځای نهدی. ټویټر پرون په یو بیان کې ویلي: "موږ د کلونو سخت کار، د مثبت او مهم اغېز دوام ګورو چې زموږ سایټ یې د هغو لپاره چې ترهګري تبلیغول غواړي؛ په نامناسب ځای بدل کړي او په نتیجه کې یې په زیاتیدونکي توګه دا ډول فعالیتونه له ټویټره په لېرې کېدو دي."... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости